څلوريزه

توبه مې وکړه له ميو پير شوم

Khushal Khan Khattak

توبه مې وکړه له ميو پير شوم

پسرلی چې راغی په زړه دلگير شوم

د گل په مخ مې باده راواخيسته

بيا د ځوانۍ و کار ته خير شوم