غزل تور لېمه مې د فراق په ژړا سپين شو Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 تور لېمه مې د فراق په ژړا سپين شو دوباره د زړه په وينو کې رنگين شو 02 ما وې زه به لا ديدن کړم د يارانو خبر نه وم چې ياران په کوچ تعين شو 03 چا پتنگ غوندې ځان واچوو و اور ته څوک ژوندي لکه بلبل په آتشين شو 04 و مرده وو ته د مرگ خوارۍ شوې پېښې او ژوندي په زندگۍ کې اندوهگين شو 05 د قضا سپاهيانو هسې لاس په تاخت کړ چې پايمال هزار خسرو هزار شېرين شو 06 چې قدم يې په اسمان اېښو له نازه هغه هسې ناز پرور زېر زمين شو 07 چې مدام يې د سنجاب د پاسه خوب کړ اوس په ځمکه بې بستر و بې بالين شو 08 د رحمان خاطر به ولې پرېشان نه وي چې پرېشان ور څخه جمع هم نشين شو Dictionary meaning × Headword