غزل
تور لېمه مې د فراق په ژړا سپين شو
رحمان باباتور لېمه مې د فراق په ژړا سپين شو
دوباره د زړه په وينو کې رنگين شو
ما وې زه به لا ديدن کړم د يارانو
خبر نه وم چې ياران په کوچ تعين شو
چا پتنگ غوندې ځان واچوو و اور ته
څوک ژوندي لکه بلبل په آتشين شو
و مرده وو ته د مرگ خوارۍ شوې پېښې
او ژوندي په زندگۍ کې اندوهگين شو
د قضا سپاهيانو هسې لاس په تاخت کړ
چې پايمال هزار خسرو هزار شېرين شو
چې قدم يې په اسمان اېښو له نازه
هغه هسې ناز پرور زېر زمين شو
چې مدام يې د سنجاب د پاسه خوب کړ
اوس په ځمکه بې بستر و بې بالين شو
د رحمان خاطر به ولې پرېشان نه وي
چې پرېشان ور څخه جمع هم نشين شو