غزل
تور اوربل به يې و چاوته غوړېږي
Khushal Khan Khattakتور اوربل به يې و چاوته غوړېږي
په وصال به يې دچا ټټر سړېږي
د لبانو له بوسې به يې بس نه کړم
په خوږو نباتو کله څوک مړېږي
نور به کومه آرزويي لري په زړه کې
چې يې سترگې کښلي مخ وته غړېږي
عاشقان تر تورو خاورو لاندې نه مري
په دا سپين ويښته به څه رنگه زړېږي
بيا به تورې بلا، لا تورې بلا کا
چې يې تور رانجه و سترگو ته دوړېږي
د بڼو ناوک يې نه دري ترزغرو
څوک به هسې ناوکيو ته بړېږي
د فراق غمجن په مرگ تر ژوندون خوښ دی
چې په غم کې په آه آه سره سړېږي
د جهان عمارتونو ته نظر کړه
ځينې نوي، نوي شي، ځينې نړېږي
ما وی نن د زمانې ژبه ور زه يم
يوه کس وته زما ژبه اړېږي
ددې باغ گلونه لږ نه دي خوشاله!
تازهتر تر تازه ترو نور غوړېږي