غزل

څو به ستا د دې غمونو زغمل تل کړم

Khushal Khan Khattak

څو به ستا د دې غمونو زغمل تل کړم

د یارانو کمی نشته یار به بل کړم!

په قراره قراري دې یاري پرې کړه

د نیمګړي نیت دې چا وته ویل کړم؟

نور به هسې یک تنها په جهان اوسم

د هر چا سره چې کښېنم غم حاصل کړم

بلاپېری زړه لرم دا یې عادت دی

غم و بل لوري ته درومي زه یې خپل کړم

چې منګي مې تشول د میو زه وم

اوس نور ‌‌‌‌‌‌ډکې پيالې اخلي، زه کتل کړم

خالي لاس ورځنې ځم تمه مې نه وه

چې ‌‌‌‌‌‌ډک زړه به یې، له ‌‌‌‌‌‌ډکه باغه تلل کړم