غزل

څو په باغ کې لا يو ګل د نوبهار شته

Khushal Khan Khattak

څو په باغ کې لا يو ګل د نوبهار شته

د بلبلو، د توتيانو پرې چغار شته

نن دې غم له مانه ځان ساتي که ښه کا

چې په سيل د بهار راسره يار شته

چې له ياره سره مست، د ګلو ګشت کړم

محتسب که رانژدې شي پيزار شته

شيخ ملا دې زما غم په بهار نه خوري

چې رباب او سريندې غوندې غمخوار شته

نه به زه د ميو جام کښېږدم له لاسه

نه زما له پارساييې سره کار شته

ما و خپلې پارسايۍ ته رخصت ورکړ

په دا نورو پارسايانو مې اوس ډار شته

ساقي! بيا زما د ښهر خبر واخله!

لا يو څو په کوڅو پاتې پرهېز ګار شته

ګل و مل، ساز و سرود، ساقي سرې سترګې

لا به ډېر عالم رسوا کا چې دا چار شته

چې په هر پياله عقل له ما زدويي

د ساقي منت راباندې په بار بار شته

د ګلونو په موسم کې خوار هغه دی

چې يې نه پياله په لاس نه يې نګار شته

نن هغه شاه جهان د زمانې دی

چې دسته يې د ګلونو په دستار شته

چې نا اهل په غفلت ورباندې نه ځي

ځکه وصل د هر ګل په څنګ کې خار شته

د بهار زېبا ګلونه سوداګر دي

لخلخه به ځنې پيري چې خريدار شته

نن خوشاله! د زړه داد د عشرت ورکړه

دا څو ورځې غنيمت دی څو ګلزار شته