غزل

ارزو لرم ساقي! يو څو اقداحه

Khushal Khan Khattak

ارزو لرم ساقي! يو څو اقداحه

که يې راکړې د خاصه ښيښې له راحه

چې دا هسې نوبهار درومي بې ميو

دا خبره په هر چا ده نا صلاحه

زما پير وايي له ميو توبه گار شه!

د بهار په وخت توبه ده نا مباحه

تل به وخت د نوبهار نه وي، گلگشت کړه

په دا باغ کې تر صباحه تر رواجه

د نرگس گلونه پلي، سپاره راغلل

ننداره يې د بهار کړه افتتاحه

رنگا رنگ غونچه دې واکړه په چمن کې

د خوشال د پاره ښه راغلې صباحه