غزل هغه ژوي چې بې خدايه محبت کا Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 هغه ژوي چې بې خدايه محبت کا همگي واړه بې ځايه محبت کا 02 محبت بې خدايه واړه د زړه رنځ دی که مدام له چنگ و نايه محبت کا 03 خرخاري ده چې يې يو ځبله کاندي هر خودرای چې له خود رايه محبت کا 04 نتيجه يې رېش کنده جامه پاره وي آدم زاد چې له چارپايه محبت کا 05 هغه سرای لره به تله ورباندې گران وي هر سړی چې له دې سرايه محبت کا 06 بوالهوس به نه پتنگ نه پروا نه شي د مگس په څېر له ورايه محبت کا 07 چې د تورو زلفو سيوری په چا وشي هغه کله له همايه محبت کا 08 رحمان ځکه د ريبار متابعت کړم چې رهرو له رهنمايه محبت کا Dictionary meaning × Headword