غزل
هغه ژوي چې بې خدايه محبت کا
رحمان باباهغه ژوي چې بې خدايه محبت کا
همگي واړه بې ځايه محبت کا
محبت بې خدايه واړه د زړه رنځ دی
که مدام له چنگ و نايه محبت کا
خرخاري ده چې يې يو ځبله کاندي
هر خودرای چې له خود رايه محبت کا
نتيجه يې رېش کنده جامه پاره وي
آدم زاد چې له چارپايه محبت کا
هغه سرای لره به تله ورباندې گران وي
هر سړی چې له دې سرايه محبت کا
بوالهوس به نه پتنگ نه پروا نه شي
د مگس په څېر له ورايه محبت کا
چې د تورو زلفو سيوری په چا وشي
هغه کله له همايه محبت کا
رحمان ځکه د ريبار متابعت کړم
چې رهرو له رهنمايه محبت کا