غزل

هغه څه دی؟ روغ صورت دی

Khushal Khan Khattak

هغه څه دی؟ روغ صورت دی

چې بهتر تر سلطنت دی

د دنيا دولت که ښه دی

تر دولت نه ښه عزت دی

چې ډېر ښه دی تر توقيره

يوعفت بل صداقت دی

چې سړی له غمه خلاص کا

هغه څه دی، قناعت دی

په طاعت که ته لويې کړې

حبطه هغه طاعت دی

چې فايده لري بېشماره

هغه څه دی؟ مصلحت دی

په منت چې ورکول کا

هغه کله سخاوت دی

چې دوزخ په دنيا کې

د ناپوه سره صحبت دی

خپل نيت ښه لره خوشاله!

که څه ښه دی، خو ښه نيت دی