غزل هر بيمار چې د طبيب سره شدت کا Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 هر بيمار چې د طبيب سره شدت کا که يې گورې و خپل ځان و ته افت کا 02 دماهي ژوندون درياب دی که ترې ووت په خشکۍ کې به دی کله فراغت کا 03 ښاپېرک چې له افتابه نه پټيږي د افتاب د کومې چارې خسارت کا 04 و مهتاب و ته د سپيو غپا کېږي په غپا غپا ځان هسې فضيحت کا 05 د گونگټ د گل د بويه نه بلا ده ژواک ژوندون واړه په بوی د نجاست کا 06 انبيا چې کافرانو و ته بد شول واړه چارې د شيطان په مصلحت کا 07 خوار هغه چې دغليم په نغوته درومې مدعې غليم د نېکو نصيحت کا؟ 08 يو د رود په غاړه تږی تشنه لب مري هر خسيس په خساست کې خپل عادت کا 09 د فرقان په هدايت فاروق پوهېږي نه بوجهل ، بولهب ته هدايت کا 10 په اميد يې رغوي په ياس نړېږي خلک د زړه د خيالونو عمارت کا 11 طهارت د مسلمان کېږي خوشاله! نه اودس غسل د گبر طهارت کا Dictionary meaning × Headword