غزل

هر چې خپلې مينې خوار کړ خوار يې مه گڼه

Rahman Baba

هر چې خپلې مينې خوار کړ خوار يې مه گڼه

عشق د رحمت ابر دی غبار يې مه گڼه

کله تور سنبل کله تور مښک کله عنبر شي

زلفې که د مار په څېر دي مار يې مه گڼه

يو مخ يې د سوزه دی سل مخ يې دساز دی

عشق په اصل نار دی ولې نار يې مه گڼه

ډېر بيدار ووده وي کله بت په غټو سترگو

بُت که درته غټ گوري بيدار يې مه گڼه

مراد خو يو اثر دی دخوبانو له رخساره

هر چې اثر نه لري رخسار يې مه گڼه

خار چې په گل پورې وي د گلو په حساب دی

څه شو که يې نوم دخار دی خار يې مه گڼه

پوه خلک هغه دي چې اقرار په ناپوهۍ کا

هر چې ځان هوښيار گڼي هوښيار يې مه گڼه

بد خو هغه وي چې خپل بد ور څرگند نه وي

هر چې ځان بدکار گڼي بدکار يې مه گڼه

هر چا چې اقرار د يار د زلفو سر وکړ

تل به ناقرار وي په قرار يې مه گڼه

هر چې کمال غواړي کميني دې کا رحمانه

عين دغه چار ده بله چار يې مه گڼه