غزل هر چې خپلې مينې خوار کړ خوار يې مه گڼه رحمان بابا د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 هر چې خپلې مينې خوار کړ خوار يې مه گڼه عشق د رحمت ابر دی غبار يې مه گڼه 02 کله تور سنبل کله تور مښک کله عنبر شي زلفې که د مار په څېر دي مار يې مه گڼه 03 يو مخ يې د سوزه دی سل مخ يې دساز دی عشق په اصل نار دی ولې نار يې مه گڼه 04 ډېر بيدار ووده وي کله بت په غټو سترگو بُت که درته غټ گوري بيدار يې مه گڼه 05 مراد خو يو اثر دی دخوبانو له رخساره هر چې اثر نه لري رخسار يې مه گڼه 06 خار چې په گل پورې وي د گلو په حساب دی څه شو که يې نوم دخار دی خار يې مه گڼه 07 پوه خلک هغه دي چې اقرار په ناپوهۍ کا هر چې ځان هوښيار گڼي هوښيار يې مه گڼه 08 بد خو هغه وي چې خپل بد ور څرگند نه وي هر چې ځان بدکار گڼي بدکار يې مه گڼه 09 هر چا چې اقرار د يار د زلفو سر وکړ تل به ناقرار وي په قرار يې مه گڼه 10 هر چې کمال غواړي کميني دې کا رحمانه عين دغه چار ده بله چار يې مه گڼه د قاموس مانا × اصلي کلمه