غزل

هر چې ستا د زړه رضا، واړه هغه کړه

Khushal Khan Khattak

هر چې ستا د زړه رضا، واړه هغه کړه

خو چې زړه د چا بدېږي هغه مه کړه

که د کسب ، د روزگار نه يې نه مرد شته

د نامرده ډوډۍ مه خوره ځان خپه کړه

يار هغه چې د تنگسې په وخت په کار شي

چې دعوا کا دياريه حال يې زده کړه

چې تنگسه درباندې درشي که مېړه يې

په تنگسه کې د خواريه ځان ورمه کړه

په خوارۍ کې، زيست روزگار تر مرگ بتر دی

يا دبل گېډه يا خپله گېډه بژه کړه

له ځوانمرده هومره غواړه چې د زيست شي

د نامرد خونه همه واړه اولجه کړه

غليو از د بل منگولو وته گوري

لکه باز لرې، نژدې خپله غوټه کړه

که دعوه دمېړنتوب لرې په زړه کې

آس د وند، تلاش په غشي، په لينده کړه

هر يو بيت يې د حلوا خوږه نمړۍ ده

که مشتاق يې د خوشال ويل مزه کړه