غزل
هر چې ستا په زنخدان کې يې منزل شي
Rahman Babaهر چې ستا په زنخدان کې يې منزل شي
لکه خس په تناره کې به جلبل شي
څوک چې نوم د ستا د شونډو په خوله واخلي
که يې زهر وي په خوله کې هم عسل شي
زه په هجر کې بې برگ و بې نوا يم
لکه کښت چې اوبه نه مومي شډل شي
په عاشق باندې گومان دا هسې مه کړه
چې يار زړه ور څخه يوسي تش گوگل شي
په جهان تر اشنايۍ خواږه څه نشته
ولې حيف دی چې هجران په کې حنظل شي
زه رحمان بې ياره هسې شول وشل يم
لکه کب چې بې محيطه شول و شل شي