غزل

هر چې ستا په زنخدان کې يې منزل شي

رحمان بابا

هر چې ستا په زنخدان کې يې منزل شي

لکه خس په تناره کې به جلبل شي

څوک چې نوم د ستا د شونډو په خوله واخلي

که يې زهر وي په خوله کې هم عسل شي

زه په هجر کې بې برگ و بې نوا يم

لکه کښت چې اوبه نه مومي شډل شي

په عاشق باندې گومان دا هسې مه کړه

چې يار زړه ور څخه يوسي تش گوگل شي

په جهان تر اشنايۍ خواږه څه نشته

ولې حيف دی چې هجران په کې حنظل شي

زه رحمان بې ياره هسې شول وشل يم

لکه کب چې بې محيطه شول و شل شي