غزل

هر چې وويني په سترگو روی د ستا

Rahman Baba

هر چې وويني په سترگو روی د ستا

مخ يې کوږ وي همېشه په سوی د ستا

بې دماغه په تر سر و ماله تېر شي

چې يې تېر شي تر دماغه بوی د ستا

که لويي کړې څه بې ځايه خو يې نه کړې

چې په دا رنگې قامت دی لوی د ستا

نوبهار شه عالم سير د بوستان کا

خدای و ما وته بوستان کړ کوی د ستا

د عيسی له دمه دم وهلی نه شم

چې خوله بېرته شي په گفتگوی د ستا

هم په دا مې له چشمانو جوی بهېږي

چې يادېږي مې قامت دلجوی د ستا

همېشه يې زړه په اور باندې سپند وي

و هغو ته چې څرگند شي خوی د ستا

د لړم لاشه يې ماته وي په زړه کې

چې يې نقش وي په زړه ابروی د ستا

و زنځير وته يې څه لره راکاږې

لېونيو لره بس دی موی د ستا

و گړنگ وته په خپله ځان پرې باسي

چې و زړه وته پرې باسي روی د ستا

که ته سل ځله زما يې زه د ستا يم

تلونی نه دی له ما جست و جوی د ستا

گل لمبه شه د بلبل په آه رحمانه

نه گروهېږي يار په های و هوی د ستا