غزل هر چې وويني په سترگو روی د ستا رحمان بابا د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 هر چې وويني په سترگو روی د ستا مخ يې کوږ وي همېشه په سوی د ستا 02 بې دماغه په تر سر و ماله تېر شي چې يې تېر شي تر دماغه بوی د ستا 03 که لويي کړې څه بې ځايه خو يې نه کړې چې په دا رنگې قامت دی لوی د ستا 04 نوبهار شه عالم سير د بوستان کا خدای و ما وته بوستان کړ کوی د ستا 05 د عيسی له دمه دم وهلی نه شم چې خوله بېرته شي په گفتگوی د ستا 06 هم په دا مې له چشمانو جوی بهېږي چې يادېږي مې قامت دلجوی د ستا 07 همېشه يې زړه په اور باندې سپند وي و هغو ته چې څرگند شي خوی د ستا 08 د لړم لاشه يې ماته وي په زړه کې چې يې نقش وي په زړه ابروی د ستا 09 و زنځير وته يې څه لره راکاږې لېونيو لره بس دی موی د ستا 10 و گړنگ وته په خپله ځان پرې باسي چې و زړه وته پرې باسي روی د ستا 11 که ته سل ځله زما يې زه د ستا يم تلونی نه دی له ما جست و جوی د ستا 12 گل لمبه شه د بلبل په آه رحمانه نه گروهېږي يار په های و هوی د ستا د قاموس مانا × اصلي کلمه