غزل

هر دم تر نقاب لاندې

Khushal Khan Khattak

هر دم تر نقاب لاندې

و عاق ته ښېوه کاندې

تازه اوربل اودلی

تورې زلفې اوېزاندې

انگڼ يې ښايسته کړ

چې راووته د باندې

زما په مرگ دې زړه دی

چې بې دردو سره خاندې

څه ظلم ، څه ستم کړې

چې پلو نيسې د وړاندې

څه عجب غزل يې ووی

افرين په خوشال باندې