غزل

هر جوگي چې د دوهې په لوگي تور شي

Khushal Khan Khattak

هر جوگي چې د دوهې په لوگي تور شي

په هر چېرته چې دوهي، هغه يې کور شي

د لاله سينه په دا له غمه داغ ده

چې سبا يې غوړېده، په بېگا خور شي

مگر ته به په دنيا همېشه پايې

د غليم په مرگ خوښېږې چې په گور شي؟

سل عيبونه په خپل ځان کې، نا انصافه

په يوه عيب دې بل وته پېغور شي

يوه بده زمانه شوه چې يې يار کړم

هم هغه سړی و ما وته منگور شي

ساقي ته ملامت نه يې بخت مې خپل دی

ته ډک جام د ميو راکړې، جام نسکور شي

په ماښام دا غټ غټ ستوري

د نمر پرېواته په لوري

په وار واړو ته گورم

گوندې څوک يوه ته گوري

په دا ستوريو به نظر کړم

څو مې شته دسترگو توري

سوړ، سوړ باد يې را رسېږي

چې په غرونو واورې اوري

هغه باد ته سينه نيسم

چې دونو پاڼې ښوري

درسته شپه هسې بيدار يم

لکه لنگه زويه ژغوري

بې د باده بل څوک نشته

د خوشال سره غمخوري