غزل
هر سړی که رښتيا گوی وي
Khushal Khan Khattakهر سړی که رښتيا گوی وي
نه دی مړ که سر يې گوی وي
د لويۍ لافې به نه کا
چې په اصل هنر جوی وي
که يې نغاړې پټ به نه شي
په هر ځای چې رنگ و بوی وي
چې خپل يار له ما بېلتون کا
زما سترگې پسې جوی وي
په بېلتون د مينانو
زړه تر دوو سترگو راتوی وي
چې قيمت د کالي څومره
پسې هومره جستجوی وي
څو جفا کا زه خوشال يم
يار دې هر کله بد خوی وي