غزل
هر تشنه چې د وحدت په سيند سېراب شو
Khushal Khan Khattakهر تشنه چې د وحدت په سيند سېراب شو
نور همه جهان و ده وته سراب شو
چې په زړه يې د وحدت ډيوه شوه بله
تجلي به يې په مخه ځي آفتاب شو
چې د عشق د نافې بوی پرې لگېدلی
درست صورت يې سر تر پايه مښک ناب شو
هر چې ولېښ له هستيې ونېستۍ ته
فراغت د دواړو کونو د عذاب شو
چې تروه، ترخه قبول لکه درياب کا
هم هغه د قيمتي دُرو مآب شو
چې لمبه يې د اتش کړه په ځان تېره
له غه پسه د گلابو گل گلاب شو
که په زړه کې يې سختي وه لکه پنډه
هم هغه د زماني داور په تاب شو
چې و ډېرو اندېښنو ته يې زړه ورکړ
په مثال لکه خسړی د درياب شو
د شرابو خوښي هيڅ نه وي بې نقله
نقل څه دی معرفت، عمر شراب شو
د کمال کسب پايه د سعادت ده
هغه ښه چې دکمال په اکتساب شو
ته هم زړه! مراد و غواړه له عالمه
چې په علم يې عمل وکړ، کامياب شو
چې دوستي دمحمد لري په زړه کې
مينه دار يې په اولاد او په اصحاب شو
چې له شرعي يو قدم درومي بې رخه
وگوشمال وته تيار لکه رباب شو
په هغه مې زېری وکړه چې دفتر يې
واړه ډک خاصه په کښلو د ثواب شو
په حيات صورت به وگڼي ځان خاورې
چې خوشال غوندې خبر په خپل حساب شو