غزل
هره گروه له خپله گروهه وي خوشنود
Khushal Khan Khattakهره گروه له خپله گروهه وي خوشنود
هر سړی لري نظر په خپل مقصود
دانشمند د دانشمند په صحبت خوښ وي
د جاهل په صحبت گډ شي جاهل زود
مسلمان يې په بزرگۍ په لويۍ پوه دی
د جنيد له حاله څه پوښتې جهود
د جماع په لذت حيز کله خبر دی
که يې حوره په پالنگ کښېني څه سود
چې په خوی دې خبر نه شو غير جنس دی
غير جنس سره خوشاله! کوم بهبود؟