څلوريزه

هسې بل هم گڼه لکه چې ته يې

Khushal Khan Khattak

هسې بل هم گڼه لکه چې ته يې

هر څوک به ښه گڼي په ځان که ښه يې

که ته مومن يې هر څوک مومن گڼې

هر څوک کافر گڼې که کافر ته يې