غزل هسې خوښ يم ستا در په خاکسارۍ کې Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 هسې خوښ يم ستا در په خاکسارۍ کې لکه خوښ وي سرداران په سردارۍ کې 02 عاشقي که نورو خلکو ته خواري ده ما موندلی دی دولت په دا خوارۍ کې 03 وبيمار ته که ناخوښ وايي وگړی خوښ يم زه د ستا د عشق په بيمارۍ کې 04 دخپل بام و روزنونو ته نظر کړه هسې سترگې وي زما په بيدارۍ کې 05 يار ديار له سترگو اوښکې پاکيزه کا تا درياب کړې زما اوښکې په يارۍ کې 06 ما له ډېرې ناچارۍ ويار ته شا کړه سړی عذر دی په ډېرې ناچارۍ کې 07 غم به هېڅ يوه هوښيار خوښ کړی نه وي ما خوښ کړی دی ستا غم په هوښيارۍ کې 08 د رحمان اوښکې به څه رنگ په قرار وي چا ليدلی دی درياب په قرارۍ کې Dictionary meaning × Headword