غزل

هسې خوښ يم ستا در په خاکسارۍ کې

رحمان بابا

هسې خوښ يم ستا در په خاکسارۍ کې

لکه خوښ وي سرداران په سردارۍ کې

عاشقي که نورو خلکو ته خواري ده

ما موندلی دی دولت په دا خوارۍ کې

وبيمار ته که ناخوښ وايي وگړی

خوښ يم زه د ستا د عشق په بيمارۍ کې

دخپل بام و روزنونو ته نظر کړه

هسې سترگې وي زما په بيدارۍ کې

يار ديار له سترگو اوښکې پاکيزه کا

تا درياب کړې زما اوښکې په يارۍ کې

ما له ډېرې ناچارۍ ويار ته شا کړه

سړی عذر دی په ډېرې ناچارۍ کې

غم به هېڅ يوه هوښيار خوښ کړی نه وي

ما خوښ کړی دی ستا غم په هوښيارۍ کې

د رحمان اوښکې به څه رنگ په قرار وي

چا ليدلی دی درياب په قرارۍ کې