غزل
هسې زه يم ستا په غم کې بې آرام
Rahman Babaهسې زه يم ستا په غم کې بې آرام
چې به نه وي بل يو ما غوندې بد نام
دمحمود و سلطنت وته نظر کړه
چې غلام کړ خپلې مينې دغلام
د نېکانو مدعا خو نېک عمل دی
ساعت نه گوري که صبح وي که شام
چې د زړه حضور يې نه وي په مانځه کې
په کار نه دی مقتدي وي که امام
چې مجنون غوندې په مينه کې صادق وي
رحمان وايي په هغه باندې سلام