غزل
هسې زه يم ستا په غم کې بې آرام
رحمان باباهسې زه يم ستا په غم کې بې آرام
چې به نه وي بل يو ما غوندې بد نام
دمحمود و سلطنت وته نظر کړه
چې غلام کړ خپلې مينې دغلام
د نېکانو مدعا خو نېک عمل دی
ساعت نه گوري که صبح وي که شام
چې د زړه حضور يې نه وي په مانځه کې
په کار نه دی مقتدي وي که امام
چې مجنون غوندې په مينه کې صادق وي
رحمان وايي په هغه باندې سلام