غزل

هله ، مخ راته ښکاره کړه! دېوانه شوم

Khushal Khan Khattak

هله ، مخ راته ښکاره کړه! دېوانه شوم

په همه واړه عالم کې افسانه شوم

لا مې ستا دمخ چراغ ليدلی نه و

زه زړه سوی لا هاله پرې پروانه شوم

اشنايي دې له غمونو، نه وه غم وه

چې دا هسې له ښاديې بېگانه شوم

ستا د زلفو دام مې وليده په لارې

له مسجده نه مقيم په بتخانه شوم

ستا د زلفو د زنځير هوس مې وکړ

نه چې زه له بې عقليې دېوانه شوم

اغزين دې د بڼو نه و بلا و

چې په ځان و زړه يې هسې نښانه شوم

زه چې تل د لېونيو په شماره وم

بيا له کومه په ساعت کې فرزانه شوم

زه خوشال هم بې نظير يم په عالم کې

چې مين په بې نظيرې جانانه شوم