غزل

هم خدای غواړې نادانه! هم فاني دنيا نابوده

Khushal Khan Khattak

هم خدای غواړې نادانه! هم فاني دنيا نابوده

په څو به دې روزي شي، فکر وکړه دا دوه سوده

چې سر په مخ کې کېږدې، زړه دې ډوب په اندېښنو شي

په خدای ږو که خبر يې د خاصانو له سجوده

په زړه د کعبې مينه، د کعبې په لور روان شي

يو غول دی په بيابان کې بل سر سر کا بې مقصوده

يو وهم دی که څه دی،چې په خلکو باندې پېښ شو

دنيا، دنيا هيڅ نشته، که نمود، که نه نموده

سېلاب د پاسه راشي په غورځي په کښته درومي

موجوده د سېلاب د اوبو هم ده ناموجوده

اياک نعبد لولې په سبع مثاني کې

د زړه دې څو هوا دی، هغه واړه دي معبوده

په صافه ايينه کې هر چې ووينې په سترگو

په لاس اخيسته نه شي آيينه په زنگ الوده

په څو رنگه گنجو نه په هر لوري په جهان کې

ته باد په لاس شناځ شوې حبطه په هيڅ خوشنوده

خوشاله! ځواني لاړه په پيريه کې اوس مټ کړه

حاصل چې په ژوندون وي هغه چار وگڼه زوده