نظم

هوښيار به پرې پوهېږي

Khushal Khan Khattak

هوښيار به پرې پوهېږي

هيڅ باور نشته په بخت

که په بخت کله باور وای

تل به يو ناست و په تخت

بخت باران دی چې ورېږي

چېرته نرم چېرته سخت

کله ووري په کاڼي

کله ووري په درخت

بخت خوشال سره غليم دی

چې لري د هنر رخت