غزل

هيڅ خبره نه وه چې به ما تر خولې ايسته

Khushal Khan Khattak

هيڅ خبره نه وه چې به ما تر خولې ايسته

ستا د خولې تشبيه مې غوټۍ ولې راوسته

ستا له خوږو شونډو چې شاړه شي بېرته گرځي

ځکه مگس سر وهي دا هسې دو دسته

زه او ته په دا دور تر دواړو نه افزون يو

څه حيران مجنون و څه ليلا خواره خسته

ستا د تورو زلفو زنځيرونه دي په پښو کې

نه شم چېرته تللی، درته پروت يم پابسته

هرزمان ستا خيال دی چې زما په سترگو گرځي

ويښ يم، که اوده يم، که ولاړ، که نشته

گل اوسې په حسن، اما گل مه شې په عمر

راغله، سرفراز شوم ستا له باغه گلدسته

واړه هغه حسن لطافت دی ستا په مخ کې

چا چې د يوسف قصه و ماته ولوسته

کله سبر ونه هسې سمه ده په قد کې

چا نامه د سبر ستا و قد ته اخسته

وروځې دې، ليندې دي تور باڼه دې تېرۀ غشي

وله! صرفه مکړه چې دې ډکه ده درسته

تا ويل و ماته څو ډېر غم غواړې له ما نه

ستا په غم خوشال يم څو رادرومي پيوسته