غزل
هيڅ صفت يې نه ځايېږي په تحرير کې
Khushal Khan Khattakهيڅ صفت يې نه ځايېږي په تحرير کې
چې دزلفو مښک عنبر کړم په نظير کې
ستا د مخ د شونډو مسل رامعلوم شو
لکه نهر د جنت شهد په شير کې
نه چې خوله، دننه زړه مې هم پرې خوږ شي
چې دې نوم د شونډو واخلم په تقرير کې
ما چې ستا په زلفو بند شو پرې خوشال شوم
لېونی تړلی ښه دی په زنځير کې