غزل
وخت د نوبهار دی، زه جدا له خپله ياره
Khushal Khan Khattakوخت د نوبهار دی، زه جدا له خپله ياره
درېغه، درېغه، درېغه، چې بې ياره ځې بهاره!
ژاړي غاړې غرونه په احوال د عاشقانو
سيل د واورې نه دی چې رادرمي له کهساره
اور د خوږو زړو دی چې دغره په ونو بل شو
شنې ډډوزې خېږي له نښتره، له چناره
غواړې چې احوال د فراقجنو، درمعلوم شي؟
گوره هغه زاڼې چې جدا ځي له قطاره
داسې معلومېږي چې جهان د ماتم ځای دی
شنې جامې اغوستې دي توتيانو له چغاره
نورې نارې نشته، خو نارې د بېلتانه دي
راشه که يې اروې د رباب له هره تاره
رنځ مې نه کمېږي، په زمان، زمان زياتېږي
زر راځه طبيبه گڼه مرم د خدای د پاره
مرگ د رقيبانو بل ژوندون د حبيبانو
خدايږو په هنگام د وصل کېږي دا دوه کاره
څه شو که لا دم وهي په شمار ددې ژونديو
رنځ چې لا دوا شي، طمع پرېکړه له بيماره
پاتو سړي نه شول، چې دا گرځي دد و دام دي
ځکه وېره نه شي د دردمنو له آزاره
هسې خوار او زار شوم زه خوشال په عاشقۍ کې
خپل دی که پردی دی راته نه گوري له عاره