غزل
ولې په کوڅه د هغه يار تکړې گذر
Khushal Khan Khattakولې په کوڅه د هغه يار تکړې گذر
ور لره دې بولي ته لا گرځي در په در
خاورې دې په سر شه چې به ور په ور جاروځې
زده کړه دا خبره در په در خاورې په سر
يار دې په ښايست کې د بهار تر گلو ښه دی
ولې يې له مخه لاله گل ته کړې نظر
مخ و ته دې گوره چې په مخ لرې خالونه
څه عجب زېبا دی لکه گل د پيغمبر
هر چې ته يې غواړې هغه يار درته حاضر دی
دواړه سترگې و خورې هيڅ په ځان نه يې خبر
وايم درته وايم ستا بدخواه نه يم خيرخواه يم
فکر د توښې کړه چې پخوا لرې سفر
زرکې، تور تارو، تمزري هر لوري ته ډېر دي
هسې باز در څخه تا يې وتړل شهپر
تخم شته هم مځکه هم قلبه لرې تياره
هر اسباب دې جوړ دی ولې نه کړې کار د کر
گانده به حساب وي مو بمو به سوال ځواب وي
څه دې پکې کښلي راشه گوره خپل دفتر
مه اوسه بې غمه غليمان لگي له همه
فهم کړه خوشاله چې دا لار لري خطر