غزل
ور په ور جاروځم لور په لوري په طلب ستا
Khushal Khan Khattakور په ور جاروځم لور په لوري په طلب ستا
له خپلو له پرديو مې بلا شوه په سبب ستا
مستي د نور وگړي د شرابو په پيالو ده
زما مستي په څه ده درته وايم په دوه لب ستا
په خپله عاشق وژني بيا په خپله پسې ټاپ کړې
چې چارو ته دې گورم واړه چارې دي عجب ستا
څه ما سره غضب کړې چې په غټ کاته دې زه مرم
هغو سره غضب کړه چې يې توان دی د غضب ستا
که ځان مې په سوزانو لمبو کښېږدې خدای دې نه کا
چې زه بنده به وغواړم يا تبه يا سروب ستا
په دا دور راغلې په طالع د مشتري يې
خاوند دې تل تر تله رخشنده لري کوکب ستا
چې مسته په خمار کې د غمزې سمند جولان کړي
له قتله، له کشتنه به هم څوک نيسي جلب ستا
که بيا دې له اغياره سره نه ده باده څښلې
سکه ووايه دلبرې چې په څه دی دا طرب ستا
که ته به له خوشال سره ياري خو په دنيا کړې
رادرومه ياره! وي دې د خوشال واړه منصب ستا