غزل
واړه مست شو بد ويل کا
Khushal Khan Khattakواړه مست شو بد ويل کا
و سړيو ته ښکنځل کا
سل بلا تر خوله وباسي
په تېره چاړه وژل کا
چې خپل زړه و چاته ورکړي
هغه چارې په تا تل کا
زه به څه ماڼه له چا کړم
په ما دا چارې زړه خپل کا
ځان به واچوم و سيند ته
څوک په دا هومره زغمل کا
ده پخپله دا فتنې زده
که بدخواه ورته ښيل کا؟
نه يې وېره د ازار شي
نه مې رحم په ژړل کا
چېرته ځم، په چا فرياد کړم
څوک به داد زما د دل کا
بل تاراج نشته خوشاله!
واړه عشق دی چې نتل کا