نظم

واړه ستا په حکم کېږي

Khushal Khan Khattak

واړه ستا په حکم کېږي

که گنډون دی که شلون

دا غمونه ته توانېږي

که له ملکه شي بېرون

که بېرون نه شي له ملکه

غم لري په کې زرغون

په هرکال شکر بايده دی

تبه ښه ده نه طاعون

چينې دتيراه ښې دي

لا اوبه د بتهڼ

پير هغه چې پسې درومي

څو سر تورې په دا لته

که رودونه پار پرار وو

سږ د وينو دی جيحون

ستا به څه ياد کړم تيراه

چې د زړه وکړم پړن

هر بېگاه به دې باران و

په شېبوشېبو ډېر گڼ