غزل

ورکه عاشقي شه هم يې نوم هم يې نښان

Rahman Baba

ورکه عاشقي شه هم يې نوم هم يې نښان

زه يې هسې خوار کړم لکه شگې د بيابان

زه د عشق په کار کې تېر تر سريم بارې څه کړم

درېغه که په سر مې دا مشکل کا خدای اسان

کښېوتم د عشق په آدم خورو گردابونو

نه په وړاندې تلی شم نه په بېرته گرېزان

رنځ د عاشقۍ چې زه ظاهر کړم وطبيب ته

هيڅ ويلی نه شي طبيبان او حکيمان

راشه عاشقي مه کړه رحمانه او که نه وي

تل به په اور ناست يې که بادشاه يې د جهان