غزل ورقونه لټوم د هر مکتوب Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ورقونه لټوم د هر مکتوب په کې غواړم خال و خط د خپل مطلوب 02 يا تنور دی يا دوکان د اهنگرو چې په عشق کې تصور کړم خپل قلوب 03 په خندا خندا ځان اچوي و اور ته خدای څوک مه کړه په جذبه د عشق مجذوب 04 زه چې غم دمهرويانو را په زړه کړم له دې غمه لاړ شي زړه را څخه ډوب 05 گوره څرنگ عشق اسان کړه و عاشق ته دا مشکل مشقتونه د ايوب 06 په ژړا ژړا تر هسې حده راغی چې ځان ړوند کړو په يوسف پسې يعقوب 07 عشق دی دا چې معشوقه شوه و عاشق ته ښه رخسار د مهرويانو په اسلوب 08 هغه څه پوښتې له هجره له وصاله چې په خپله هم محب شي هم محبوب 09 چې نظر يې له صورته په معنی کړه و رحمان وته يکسان شو زشت و خوب Dictionary meaning × Headword