غزل

ورقونه لټوم د هر مکتوب

رحمان بابا

ورقونه لټوم د هر مکتوب

په کې غواړم خال و خط د خپل مطلوب

يا تنور دی يا دوکان د اهنگرو

چې په عشق کې تصور کړم خپل قلوب

په خندا خندا ځان اچوي و اور ته

خدای څوک مه کړه په جذبه د عشق مجذوب

زه چې غم دمهرويانو را په زړه کړم

له دې غمه لاړ شي زړه را څخه ډوب

گوره څرنگ عشق اسان کړه و عاشق ته

دا مشکل مشقتونه د ايوب

په ژړا ژړا تر هسې حده راغی

چې ځان ړوند کړو په يوسف پسې يعقوب

عشق دی دا چې معشوقه شوه و عاشق ته

ښه رخسار د مهرويانو په اسلوب

هغه څه پوښتې له هجره له وصاله

چې په خپله هم محب شي هم محبوب

چې نظر يې له صورته په معنی کړه

و رحمان وته يکسان شو زشت و خوب