غزل

ورځ چې بده شي عاقل او دانا څه کا

Rahman Baba

ورځ چې بده شي عاقل او دانا څه کا

چې قضا شي وردو څاره حکما څه کا

مور و پلار خو نېک فرزند له خدايه غواړي

چې بدبخت شي ادې څه کا بابا څه کا

يار له ياره په لوی لاس کله بېلېږي

چې لاس نه رسي يار څه کا اشنا څه کا

په ښېرو په دعا څه شي کړونی خدای دی

چې خدای نه کاښېرې څه کا دعا څه کا

بخت په زور او په زر نه دی چا خپل کړی

په دا کار کې ناتوان څه کا توانا څه کا

ای رحمانه! پتنگ عذر شه چې وسو

نور د شمعې خندا څه کا ژړا څه کا