غزل
ورځ په ورځ د باغ غونچې دي چې غوړېږي
Khushal Khan Khattakورځ په ورځ د باغ غونچې دي چې غوړېږي
د بلبلو وږې سترگې پرې مړېږي
چې ښه مخ وته نغر وکا لازم دي
که يې سترگې و بل مخ وته غړېږي
جگې جگې ماڼې مه کوه پخلا شه!
چې په ما د رقيبانو زړه سړېږي
د عاشق خاطر په مثل د نافې دی
که کالونه پرې تېرېږي نه زړېږي
زه جدا له ياره خوب په شپه و نه کړم
وايي مالگه مې په سترگو کې دوړېږي
روغ عالم خندا، خوښي، هوا، هوس کا
پرهارژلي په غمونو کې ژړېږي
نور عالم يې تار په تار تښتي له غشيو
يو خوشال دی چې يې غشيو ته بړېږي