نظم
و جاهل وته چې وايي
Khushal Khan Khattakو جاهل وته چې وايي
نيمه ږيره دې شي چاله
و احمق ته چې ويل کړي
درسته سپينه ش ي خوشاله
چې جاهل درته څه وايي
ځواب ورکه زما لاله
چې احمق درته ويل کا
ورته تف کړه بې مقاله
و جاهل وته اميد کړه
گوندې واوړي له افعاله
له احمقه تمه پرېکړه
نور به نه شي په سل کاله
جاهل درومي په تور تم کې
ځکه چار يې ده محاله
په احمق باندې ورځ شپه ده
وبه نه وځي له اشکاله