غزل

ودې نه وينم زه ستا وصال په سترگو

Khushal Khan Khattak

ودې نه وينم زه ستا وصال په سترگو

که بې تا رادرومي بل جمال په سترگو

مېلمستيا مې د زړه وينې ورته کښېښوې

چې مېلمه مې شو د يار خيال په سترگو

هغه دم مې د زړه داغ له دله دور شو

خو چې راغی ستا د وروځيو خال په سترگو

چې ډېر خلک سره ناست وي،عجب ښه شي

د مينو سره قيل و قال په سترگو

په غمزو، په کرشمو، په مکېزونو

نن دې نه وينم په ملک کې سيال په سترگو

عارفان د قناعت په گنج توانگر دي

چې يې نه راځي د خلکو مال په سترگو

د مکې دېوال به نور په خولې ياد نه کړم

ماچې وليده دا ستا دېوال په سترگو

ستا په گوتو کښېده رومال چې راغی

زه له مينې مږم ستا رويمال په سترگو

هغه مخ چې مې به تل ليده اوس گوره

چې يې نه وينمه ماه و سال په سترگو

چې بې ستا له زېبا مخه بل مخ گورم

زه به چېرې کښېږدم دا وبال په سترگو

و ښه مخ و ته له ورايه ځلبلاند شم

لکه وويني لوغسی تال په سترگو

نور عالم خو د يارانو ناز په سر وړي

تل نازونه وړي د يار خوشال په سترگو