غزل
يا په تخت باندې بادشاه وای
Khushal Khan Khattakيا په تخت باندې بادشاه وای
يا دروېش د خانقاه وای
چې په لار دي، هغه ډېر دي
يو څو ما غوندې گمراه وای
زه هر دم په بسم الله يم
که ياران په بسم الله وای
چې بې کار د مېړه نه وي
هغه نه وای مېړه، دا وای
په شماره مې زويه ور ک دي
که يو څو پکې واه واه وای
غاړې، غرونه ځنې ډک دي
سر انجام که د سپاه وای
ابلقي په کار کې هيڅ وي
يا درست سپين وای، يا سياه وای
توره شپه ده د غمونو
د ښاديه صبح گاه وای
په خوشال به يې بد نه وی
که يې څوک په حال آگاه وای