غزل
يا زما د بيناييې نظر نشته
Khushal Khan Khattakيا زما د بيناييې نظر نشته
يا په دا نژدې ملکونو دلبر نشته
که اختر نه وي ديار سره اختر دی
بې مينه که اختروي، اختر نشته
سپينه خوله کا راکوي په ځان اړ نه يم
معشوقې له مانه زر غواړي زر نشته
په اول وصلت د عشق په توره لاړ شو
د عاشق سړي په تن پورې سر نشته
که غوټې پسې وهې په لاس به درشي
چا وی دا چې په درياب کې گوهر نشته
نور تروه، ترخه که خوري گوندې پيدا شي
وتوتي ته هسې وايه شکر نشته
ستا غزا لره به زه خپسر کافر کړم
څه ارمان کړې چې څوک وژنم کافر نشته
په شامت يې د ماتري غر نړېږي
لا په دا د اپريدو بصر نشته
د شمال ښينه کا، په جنوب درومي
د ښکاري سړي په ژمنه باور نشته
که د جنگ په کار کې ډېر دي حکمتونه
څو صابر نه شې زلميه! ظفر نشته
څه عجيبه بادشاهي لکه خورشيد کړم
يک تنها په جهان گرځم لښکر نشته
نن د واړو دلبرانو غوره ته يې
که دې يو لونگ په پوزه زېور نشته
د عنبرو بوی الوځي ستا په کوی کې
واړه ستا د زلفو بوی دی عنبر نشته
په څو غره په غره د باز غوندې پرواز کا
بيا به وايې دخوشال خټک پر نشته