نظم

ياد د هغو چې له وطنه بې وطن دي

Khushal Khan Khattak

چې مېشته په سنگاوو دي

په عظيم درياب لا هو دي

دهغو په حال خبر شوای

را ښکاره يې هر اثر شوای

چې څه خوري څه يې خوراک دی

څه يې ژواک څه يې پوښاک دی

کوم روزگار کاندي په غم کې

کوم کوم کار کاندي په غم کې

حال د جټ دمور څه شان دی

زړه يې څو ځايه پرېشان دی

د خالو دمور څه حال دی

په څه څيز يې اشتغال دی

څه کا مور د صدر څه کا

جدايي شوه خدای خپل کړه کا

حال به څه د باز د مور وي

په اور سوې لکه سکور وي

هم صورت هم يې سيرت

واړه غم سره لت پت

څه مې زويه څه مې لوڼه

څه مې خويندې څه مې وروڼه

څه ياران څه عزيزان دي

چې په دا اتش بريان دي

اوه ويشت زويه دوه دېرش لوڼه

دوې مې خوېندې درې مې رووڼه

تر فليا تر عطا ميره

تر نقيره تر قطميره

حال د واړو را اظهار شوی

په هر څه يې خبردار شوی

هغه ملک دې خدای گلزار کا

چې مې زويه په کې ښکار کا

هغه ملک دې خدای اباد کا

چې مې کشت په کې اولاد کا

هغه ملک دې خدای معمور کا

چې هلک مې پرې سور کا

هغه ملک نه دی بوستان دی

چې په کې سعادت خان دی

هغه ملک سراسر کام دی

چې په کې دما بهرام دی

هغه ملک واړه گلفام دی

چې په کې دما نظام دی

هغه ملک دمښکو هټ دی

چې په کې د بابا جټ دی

هغه ملک عشرت آباد دی

چې په کې دما ازاد دی

هغه ملک واړه بخمل دی

چې په کې د ما افضل دی

هغه ملک گل ريحان دی

چې په کې مې عابد خان دی

هغه ملک واړه پسرلی دی

چې په کې دماخلی دی

هغه ملک واړه جنان دی

چې په کې د بابا جان دی

هغه ملک له زړه واصل دی

چې په کې دبابا دل دی

هغه ملک سره تل راز دی

چې په کې د بابا باز دی

هغه ملک واړه اوتاک دی

چې په کې کښلی بختناک دی

هغه ملک واړه شکر دی

چې په کې دما ظفر دی

هغه ملک واړه ثمر دی

چې په کې د ما سکندر دی

هغه ملک کله بېدال دی

چې په کې دما کمال دی

هغه ملک سراسر مال دی

چې په کې دما جلال دی

هغه ملک د دورې خير دی

چې په کې مې ابوالخير دی

هغه ملک واړه سره زر دی

چې په کې دماگوهر دی

هغه ملک واړه عجب دی

چې په کې د ما گوهر دی

هغه ملک واړه راحت دی

چې په کې د ما نصرت دی

هغه ملک واړه واه واړه دی

چې په کې مې نجم الله دی

هغه ملک واړه خيرگاه دی

چې په کې عتيق الله دی

هغه ملک واړه دلخواه دی

چې په کې نجيب الله دی

چې پکې مې لوی هلک دی

چې په کې واړه خټک دی

هغه ملک مې د زړه سر دی

همېشه مې پرې نظر دی

هغه ملک د سترگو تور دی

چې په کې مې سپين و تور دی

هغه ځای مې چې همدم دی

هغه ځای مې چې ندم دی

که په تن په رنتهبور يم

په زړه تل په هغه لور يم