غزل
يار چې تل هسې جفا کا
Khushal Khan Khattakيار چې تل هسې جفا کا
ظلم، جور، سل، بلا کا
نور څوک هم شته په دنيا کې
خو که تل به يې په ما کا
راشه گوره ستا له لاسه
څوک خندا کا، څوک ژړا کا
د هغو په حال خبرېږه
چې په در، درته دعا کا
که رښتيا ور څخه نشته
مرگ يې مه وه تل رښتيا کا
څه يې شته په زړه پوهېږم
دا چې ځي نظر تر شا کا
مخ يې گل دی، زه بلبل يم
تل بلبل دگل ثنا کا
هيڅ ماڼه مه کړه خوشاله!
ښايسته خپله رضا کا