غزل

يار مې بيا د رقيب يار شو درېغه، درېغه

Khushal Khan Khattak

يار مې بيا د رقيب يار شو درېغه، درېغه

په خبرو د اغيار شو درېغه، درېغه

يو څو ورځې يې په زړه کې مهر ځای و

بيا بې مهره، ستمگار شو درېغه، درېغه

هغه گل چې مې ساته د زړه په وينو

مل د هر خس و هر خار شو درېغه، درېغه

و قصد منو ته کاته زما په قصد کا

د وژو مې روا دار شو درېغه، درېغه

بې له تا مې دځيگر وينې خوراک شوې

تېر مې عمر په دا کار شو درېغه، درېغه

غه بهار چې تل بلبلو پرې چغار کړ

دخزان له لاسه خوار شو درېغه، درېغه

بېچاره خوشال په تمه د وصال و

په هجران کې گرفتار شو درېغه درېغه